افغانستانخبرونه

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د څه باندې ۲۲ کیلو طلا د قاچاق مخه نیولې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د هېواد په ټولو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بنادرو کې د پنځه میلیون ډالرو او څه باندې ۲۲ کیلو طلا د قاچاق مخه نیولې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د سرحدي پولیس ټول هوایې ډګرونو او ځمکنیو بنادرو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري .

یاد وزارت لیکلي: «زموږ ځواکونو په تیرو دریو کلونو کې نیږدي پنځه «۵» میلیونو امریکایې ډالرو ، څه باندي پنځه سوه زره (۵۰۲۰۶۰) درهم ، څه باندی ۲۲ دوه ویشت کیلو طلا او څه باندی ۷۳۸ کیلو مختلف النوع قیمتی ډبرو قچاق مخه نیولی ده.»

طالبانو ویلي چې هیچا ته د قاچاق اجازه نه ورکوي.