
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل کې د ایران سفارت وایي، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د تاریخي اثار د ساتنې او رغونې برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي آتشې له کتابتون، هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه وکړه.
یاد وزارت لیکلي عزیزي د نوموړي مرکز کتابتون مجهز او د بېلابېلو علومو، فنونو د مطالعې زېرمه وګڼله او ډاډ یې ورکړ، چې دا ډول مرکزونه کولای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
خبرپاڼه کې راغلي، همدا راز د ایران د فرهنګي چارو مسؤل دوکتور روح الله حسيني د هنر او فرهنګ معین له دغې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه، د ایران د فرهنګي مرکز څخه لیدنه یې د ګډو کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال وباله او ژمنه یې وکړه، چې د طالبانو د رغنده فرهنګي تګلارې په رڼا کې به کار کوي او د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي.
نوموړي زياته کړه؛ د تاريخي آثارو د ساتنې، رغونې او د شعر او هنر په برخه کې د افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.