
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې ویلي، چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د بېلابېلو موضوعاتو سربېره د غزې، سوريې او د روسیې او اوکراین پر جګړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
ټرامپ له اردوغان سره خپلې خبرې” ښې او ګټورې” بللي او زیاته کړې یې ده، چې ده او سیال یې یو بل ته د انقرې او واشنګټن د سفر بلنه ورکړې ده.
د امریکا او ترکیې ولسمشرانو ترمنځ دغه خبرې داسې مهال کیږي، چې له یوې مودې راهیسې د بېلابېلو لاملونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پېکه شوې وې.