
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش له هند او پاکستانه غوښتي چې له پوځي نښتې ډډه وکړي.
ګوترش پر اېکس لیکلي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او لازمه ده چې هند او پاکستان له داسې پوځي تقابل ډډه وکړي چې ژر له کنټرول وځي.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۲۲مه نېټه، د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په اننت ناګ ولسوالۍ کې د پهلګام ښار ته نږدې بایساران درې کې یو خونړی ترهګریز برید وشو.
پنځه وسلهوالو، چې د پوځي یونیفورم په څېر جامې یې اغوستې وې، پر سیلانیانو ډزې وکړې. په دې برید کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
د وژل شویو له ډلې ۲۵ تنه سیلانیان وو، چې ډېری یې د هند هندو وګړي وو، او یو تن ځایي مسلمان و، چې د برید پر مهال یې د سیلانیانو د ژغورلو هڅه کوله.
له دغه برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې ترینګلي شوي او پر یوه بل یې د برید اخطارونه ورکړي دي.