
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسرائیلو د پوځ هوایي او توپچي بریدونو کې ۵۰ فلسطیني وګړي شهیدان شوي.
دغه بریدونه د غزې په جنوب، خان یونس او د مرکزي غزې پر النصیرات کمپ ترسره شوي دي.
دا جنایتونه په غزه کې په داسې حال کې دوام لري چې د غزې روغتیايي مسوولینو په وینا، په اوسط ډول هر څلوېښت دقیقو کې یو ماشوم په دې سیمه کې وژل کیږي.
ویل کېږي چې د اسرائیلو لخوا پر غزې د برید له پيل څخه تر تر دې دمه ۱۶ زره ماشومان وژل شوي.