
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت څخه سرچینې وایي، د دغه ولایت مرکز کې ماماګانو له دې امله خپل یو خوریا وژلی او یو بل یې ټپي کړی، چې هغوی ورڅخه د مور د حق غوښتنه کوله.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه پرون د جلال اباد ښآر اتمې ناحیې اړوند قاضي کلي کې رامنځته شوې.
سرچینې زیاته کړه، د وژل شوي کس یو ورور په ټپي حالات کې تر درملنې لاندی دی.
یوې بلې سرچینې بیا کابل ټیلیګراف ته وویل: چې د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې د یو شل کلن ځوان مړی موندل شوی.
دغه سرچینه وایي، یاد جسد د سیدکرم ولسوالۍ په کوهسین ګټسنګ سیمه کې موندل شوی.
تر اوسه طالبانو د دغه دواړو پېښو په اړه څه ندي ویلي.