خبرونهنړۍ

لومړنی اروپايي سفر؛ احمد الشرع پاریس ته ورسېد

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع نن د خپل لومړني اروپايي سفر په ترڅ کې د فرانسې پاریس ته ورسېد.

 د هغه الوتکه د پاریس په «شارل دو ګل» هوايي ډګر کې کېناسته.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني په دې سفر کې د هغه ملتیا کوي.

ویل کیږي، د فرانسې ولسمشر به د احمدالشرع ځآنګړی هرکلی وکړي.