خبرونهنړۍ

د هند او پاکستان ترمنځ جګړه؛ عراقچي هند ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی دی.

د دې سفر موخه د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمول ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عراقچي له اسلام‌آباد څخه تر سفر وروسته، هند پر پاکستان برید کړی دی.

په دغه برید کې دواړو خواو ته د نږدې سل تنو ته د مرګ ژوبلې ادعاوې کړي.