افغانستانخبرونه

متقي له خپل ترکمن سیال سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي‌ امیر خان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا د مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې په بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې.

 بهرینو چارو وزارت وایي، چې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړيکو د کچې پر لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پروژو، په ځانګړې توګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو په اړه خبرې کړې.

مولوي امیرخان متقي د دواړو هیوادونو اوسنۍ دوه اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې بللي او د ګډو او لویو اقتصادي پروژو د پلې کېدو برخه کې یې د اسلامي امارت د ژمنتیا ډاډ ورکړی.

 ورته مهال مردوف د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې وارزولې او د اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ برخو کې یې د عملي همکاریو د پراختیا سربېره افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې برخه کې د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

 بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په پاې کې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.