کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې د ولسمشر په امر د دغه هېواد او اوکراین ترمنځ درې ورځنی اوربند پیل شو.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د المان پر وړاندې د بریا کلیزې د نمانځنې په مناسبت د روسیې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پویتن په امر نن ۵ شنبه، د مسکو او کیف ترمنځ درې ورځنی اوربند پیل شو.
اوکراین دا اوربند نه دی منلی او پر ځای یې د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.