افغانستانخبرونه

بادغیس کې یو کس د خپل شپږ میاشتني زوی څخه سر پرې کړ

د بادغیس ولایت څخه سرچینې وايي چې پرون یوه ځوان سړي د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په پهلوانان کلی کې خپل شپږ میاشتني زوی څخه په چاړه سر پرې کړی دی.

سرچینې زیاتوي، دغه سړی پرون د پېښې له رامنځته کېدو مخکې د کور بهر له یوه کس سره په شخړه کې ښکېل شوی و او کور ته له راستنېدو وروسته یې خپله مېرمن وهلې ټکولې او بیا یې خپل شپږ میاشتني زوی څخه په چاړه سر پرې کړی دی.

له بلې خوا ویل شوي چې دغه کس د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

په بادغیس کې محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.