افغانستانخبرونه

نیمروز کې د یوه کس مړی موندل شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

نیمروز کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، دغه جسد د زرنج ښار په شل کیلومترۍ کې د دویم کنډک ټولي اړوند د غازي پوستې ساحه کې دلارام ته د غځېدلې لارې ترڅنګ موندل شوی دی.

طالبانو ویلي، د هغه په خبره، یاد کس د لوږې او تندې له امله مړ شوی دی.

په دې اړه تر اوسه نور جزییات نشته دي.