
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) لسم پړاو پاتې لوبې د نامعلومې مودې پورې وځنډول شوې.
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې ۸ لوبې تر نا معلوم وخته پورې وځنډول شوې.
پي سي بي ویلي چې د لوبو ځنډولو پرېکړه د لومړي وزیر په مشوره شوې، او د لومړي وزیر په نظر، په اوسني وضعیت کې باید ټوله پاملرنه د پاکستان پوځ پر هڅو وي.
د پي سي بي مشر محسن نقوي ویلي: کرکټ زموږ د خوښۍ سرچینه ده، خو د هېواد خپلواکي لومړیتوب لري.
د یادونې وړده، چې تېره ورځ پي سي بي اعلان کړی و چې د پاکستان سوپر لیګ به له پاکستان څخه دوبۍ ته ولېږدول شي، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وضعیت په پام کې نیولو سره د لیګ د ځنډولو پرېکړه وشوه.