
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره ټیلیفوني اړیکه کې پر اسلام اباد او نوې ډیلي غږ کړی چې خپلې ترینګلتیاوې راکمې کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، روبیو دغه اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ راتلونکي کې د جګړې مخنیوي په موخه د خبرو لپاره د امریکا د مرستې وړاندیز کړی دی.
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بریدونه وکړل، پاکستاني چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. هند مخکې ویلي وو چې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، له بریدونه وروسته په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي.