افغانستانخبرونه

سعودي عربستان کې افغان حاجیان د خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

په سعودي عربستان کې افغان حاجیان وایي، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له لورې ورته د حج مراسمو پر مهال په ټیت کیفیت سره خدمتونه چمتو شوي دي.

دوی وایي: خدمات هغه ډول نه وړاندې کېږي لکه څنګه چې د حج مراسمو لپاره ورکړل شوې پیسې ایجاب کوي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب وړاندې ویلي وو چې د ۳۰ زرو افغان حاجیانو د لارښوونې لپاره، ۶۵۲ جید عالمان غوره شوي، څو د حج د مراسمو په ترسره کولو کې حاجیانو ته لارښوونه وکړي.

هغه زیاته کړې وه چې د هر حاجي لپاره د حج د مراسمو لګښت له ۲ لکه او ۸۲ زره افغانیو زیات ټاکل شوی دی.

له دې سره، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي وو چې د حاجیانو د لېږد پروسه په بریالیتوب، ژمنتیا، اخلاص، صداقت او مسلکي معیارونو ترسره کېږي