افغانستانخبرونه

ایران او امریکا سبا د مذاکراتو څلورم پړاو پیلوي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو سبا (یکشنبه د مې ۱۱مه) په مسقط کې پیلېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم تایید کړې، چې عمان د خبرو اترو د څلورم پړاو ترسره کېدو لپاره د امریکا موافقه ترلاسه کړې.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې کړکېچنې پاتې دي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټومي تړون (JCPOA) څخه ووتله.

له هغه راهیسې دواړو هېوادونو هڅه کړې چې د منځګړي هېوادونو له لارې د اړیکو یو نوی مسیر پیدا کړي. عمان، چې له دواړو هېوادونو سره متوازن اړیکې لري، په دې برخه کې منځګړی رول لري.