
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
یوه افغانې میرمنې، چې د ۲۰۲۵ کال د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللې، په مدینه کې یوه نجلۍ وزېږوله او دا زېږون د سږ کال د حج د مراسمو لومړني زېږون په توګه ثبت شو.
دا زېږون د مدینې د ملک سلمان طبي ښار د ښځو او ماشومانو روغتون کې ترسره شو.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د مور او نوي زېږېدلي ماشوم حالت با ثباته دی.
د روغتون کارکوونکو دا زېږون د «۲۰۲۵ حج لومړنی ماشوم» په نوم نومولی دی.