
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۲۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
یاد وزارت نن (شنبه،۲۰ غویی) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د غويي په ۱۸مه او ۱۹مه د یاد هېواد له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې د کندهار سپینبولدک د سرحدي امریت د هرکلي او ثبت کمېټې د معلوماتو پر بنسټ لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.»
د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږل شوې دي.