افغانستانخبرونه

د تاجیکستان د ډبرو سکرو په یوه کان کې اته افغان کاریګر مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د تاجیکستان د سغد ولایت د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اته افغان کاریګر مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، ټول قربانیان ځوانان او د دایکندي ولایت اوسېدونکي وو.

دوی د کار لپاره تاجیکستان ته تللي وو.

د قربانیانو له ډلې پنځه تنه د شهرستان ولسوالۍ د «لرگر»، «الودال» او «غاسور» کلیو اوسېدونکي، دوه تنه د میرامور ولسوالۍ د «چرخ برگر» کلي او یو تن بل د اشترلي ولسوالۍ د «خوشک» کلي اوسېدونکی و.

سرچینو د قربانیانو نومونه کاظم بیګي، عبدالله احمدي، حسن‌ علي‌زاده، حسین‌بخش، محمدامیر، علي‌جان، قربان او اسماعیل رحیمي یاد کړي دي.

یوې سرچینې ویلي، د دغه قربانیانو جنازې نن افغانستان ته لېږدول شوې او د غرمې مخکې د کندز ولایت ته رسېدلې دي.

د تاجیکستان چارواکو او د دې هېواد رسنیو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د بې‌کارۍ له امله، د دې هېواد وګړي، په تېره بیا ځوانان، د کارګرۍ لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي او هلته اکثره په سختو کارونو، لکه په کانونو کې، بوختېږي.

له دې وړاندې هم د افغانستان وګړي د ایران او پاکستان په کانونو کې مړه شوي وو.