افغانستانخبرونه

بغلان کې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

بغلان ولایت کې د یوه پاسو موټر د اوښتو له امله ۲ کسان مړه شوي، ۲ نور ټپیان دي او یو بل مسافر په اوبو کې ورک شوی دی.

په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، دا پېښه هغه مهال په پلخمري ښار کې د نو ښار په سیمه کې رامنځته شوه، کله چې دا موټر د تېز رفتارۍ له امله لومړی د سړک غاړې د برېښنا له پایې سره ټکر شو او بیا له سړکه ووت او په اوبو کې ولوېد.

د دې پېښې ټپیان د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ورک شوي کس د موندلو هڅې روانې دي.