خبرونهنړۍ

ټرمپ: د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند رامنځته کېدو اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د دغه هېواد په منځګړیتوب هند او پاکستان په اوربند کولو سره هوکړه وکړه.

نوموړي په خپلې ټولنیزې پاڼې ایکس کې لیکلي: د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اوږدو خبرو اترو وروسته، زه په خوښۍ سره اعلانوم چې هند او پاکستان بشپړ او سمدستي اوربند ته سلا شوي دي.

هغه وایي، دواړو هېوادونو ته د عقل او هوښیارۍ د کارولو له امله مبارکي وایم. هندوستان او پاکستان له تېرو درې ورځو راهیسې پر یو بل توغندیز بریدونه