
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غويی ۱۴۰۴ لمریز کال
نړيوالې رسنۍ وايي، د روس او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین اوکراین ته وړاندیز کړی چې د می په ۱۵مه ورسره په ترکیه کې مخامخ خبرې اترې وکړي.
د روس او اوکراین جګړه له تېرو درېیو کلونو راهېسې روانه ده چې اوکراین يې کنډواله کړ او روس یې هم له اقتصادي او پوځي پلوه ډېر ځپلی دی.
پرون د کریملین ماڼۍ د ولسمشر پوتین يو غږ نشر کړی چې په کې پوتین ويلي: «موږ به جګړه پای ته رسوو، د يو ټيکاو رامنځته کېدو لپاره به فکرمند قدمونه اخلو.»
د ترکیې چارواکو هم تایید کړې چې د دوی په کوربتوب به څو ورځې وروسته په اسنمبول کې د روسي او اوکرایني چارواکو ترمنځ مستقيمې خبرې اترې پيل شي.