لوبې
د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې جلا وطنۍ کې د لوبو اجازه تر لاسه کړه

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غويی ۱۴۰۴ لمریز کال
د فوټبال نړیوال فدراسیون منلې چې د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې ته يې په جلا وطنۍ کې د لوبو او لوبډلې د بیا جوړېدو اجازه ورکړې ده.
د دغه فدراسیون مشر جیاني انفانتینو ويلي ، تر دې وروسته د افغانستان د فوټبال ښځينه ملي لوبډله کولی شي له خپل هېواده بهر دوستانه او د فیفا تر نظر لاندې لوبې او سفرونه وکړي.
دی وايي، دغه لوبډله به يو کال ازماېښتي دوره ولري او تر هغې وروسته به د دوی وړتیا ته په کتو په رسمي لوبو کې د شموليت پرېکړه کېږي.
په افغانستان باندې د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو د کار، زده کړو او ورزش دروازې وتړل شوې چې ډېرو هغو مېرمنو چې په خپلو برخو کې ځلېدلې وې بهرنيو هېوادونو ته پناه یوړه.