
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر د استخباراتو مسوولینو سره په لیدنه کې له خلکو سره په ښه چلند او په شبهاتو د خلکو نه نیول توصیه کړې ده.
هغه دغه راز ویلي، استخبارات مکلفیت دی، څو ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې ځینې غواړي د نظام په خلاف یې عملي کړي.
ده زیاته کړې، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په ښکاره او پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی وکړي، استخبارات د نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډېر کوښښ وکړي.
هغه دغه راز له خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو او د راز پټولو سربېره په شریعت د استقامت کولو لپاره د استخباراتو مسولینو ته اړینې سپارښتنې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب وخت نا وخت په ځینو شبهاتو خلک نیسي، شکنجه کوي او ځوروي.