
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د قطر له لومړي وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو او بېلابېلو برخو کې د تعامل پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او عباس عراقچي دغه راز د سیمې روان وضعیت په ځانګړې توګه غزه کې انساني ناورین او د اسراییل له لوري دغې تړانګې ته د مرستو بندېدو ته په اشارې، د فلسطین د مظلومو خلکو د درد پایته رسولو په موخه د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر دغه راز خپل قطري سیال ته د تهران – واشنګټن د غیر مستقیمو خبرو په تړاو هم مالومات ورکړي دي.
د ویلو ده چې سید عباس عراقچي د ایران – عربي نړۍ په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته سفر کړی دی.