خبرونهنړۍ

هند: د سندور عملیات لا هم دوام لري

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هندوستان هوایي ځواک وایي، د سندور په نوم یې پیل کړې عملیات اوس هم دوام لري.

دغه ادارې پخپل ایکس پاڼه لیکلي: د هند هوايي ځواک (IAF) د سندور عملیات په خپلې ټاکل شوې دندې په دقت او مسلکیتوب سره په بریالیتوب ترسره کړي دي.

اعلامیې زیاته کړې، دغه عملیات د ملي موخو لپاره په احتیاط سره ترسره شوي دي.

د هندوستان هوایي ځواک وایي، څرنګه چې عملیات لا هم روان دي، په مناسب وخت کې به یې په اړه بشپړ معلومات شریک شي.

دې ادارې له ټولو غوښتنه کړې، چې  له اټکلونو او نا تائید شویو معلوماتو له خپرولو څخه ډډه وکړي.