ټیکنالوژي
هند بېلا بېلو ټکنالوژیکو برخو کې د نړیوالو د مشر په توګه را څرګندیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هېواد د ملي ټکنالورۍ ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، هند د فضا، مصنوعي هوش، ډیجیټل نوښت او نورو بېلابېلو ټکنالوژیکو برخو کې د نړیوال مشر په توګه راڅرګندېږي.
هغه پخپل ایکس پاڼه کې لیکلي: له دغه ورځې څخه د نمانځنې په موخه موږ د ساینس او څېړنې له لارې د راتلونکو نسلونو د پیاوړتیا لپاره خپله ژمنه تازه کوو.
مودي پخپل پیغام کې هیله ښودلې، چې ټکنالوژي بشر ته وده ورکړي، ملت یې خوندي کړي او د هند لپاره راتلونکې کې د نورو پرمختګونو لاره هواره کړي.
هند د نړۍ یو له هغه پرمختللو هېوادونو څخه دی، چې ټکنالوژۍ په کې په بې سارې ډول وده کړې.