
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ ۵۳ کلن بروکر ډیوډ ناک په هنګري کې د نړۍ تر ټولو لوی کریپ ماهي په نیولو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ډیوډ ناک د خپل ملګري سره د رخصتۍ تېرولو لپاره هنګري ته تللی و، هلته یې د لوېدیځ هنګري په بالاټن ډنډ کې د یورو ایکوا فشریز په سیمه کې ماهي ونیو.
ډیوډ ناک وویل، هغه یو ۱۰۵ پونډه یعنې ۴۷.۸ کیلوګرامه دروند کریپ ماهي ونیو، چې د سطحې پر لور راوستلو لپاره یې نږدې ۲۰ دقیقې مبارزه وکړه.
هغه زیاته کړه، هغه باور نه کاوه چې د نړۍ تر ټولو لوی کب به ونیسي او نړیوال ریکارډ به یې په خپل نوم کړي.
هغه نیول شوی ماهي وروسته بېرته اوبو ته پرېښود.