خبرونهنړۍ

پاکستان کې نن ۱۶۰ الوتنې لغوه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند سره، سره، نن په پاکستان کې ۱۵۰ پروازونه لغوه شوي.

د الوتنو د مهالویش له مخې، یکشنبه د کراچۍ په هوايي ډګر کې ۴۵، په لاهور کې ۳۸، په اسلام‌آباد کې ۴۰، په ملتان کې ۱۰، په پېښور کې ۱۱ او په سیالکوټ کې ۶ الوتنې د عملیاتي دلایلو له امله لغوه شوې دي.
په لغوه شویو الوتنو کې ۱۳۸ نړیوالې الوتنې دي، په داسې حال کې چې لسګونه نورې الوتنې د نامعلوم وضعیت سره مخ دي.