
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بنګلهدېش لنډ مهالي حکومت د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد پر سیاسي ګوند عوامي لیګ بندیز ولګاوه.
د را پورونو له مخې؛ د بنګلدېش د معزولې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد پر ګوند د ترهګرۍ ضد قانون لاندې بندیز لګیدلی او د عوامي لیګ فعالیتونه به د قضیې د اوریدنې تر بشپړېدو پورې ځنډول شوي وي.
له دې سربېره، د بنګلهدېش موقتي حکومت د نړیوالو جنایي محکمې قانون کې د تعدیل منظوري هم ورکړې، چې له مخې یې سیاسي ګوندونو او اړوندو ادارو پر ضد د مقدمې چلولو اجازه ورکړل شوې.
عوامي لیګ د موقتي حکومت دا اقدام ناقانوني بللی او رد کړی یې دی.
د بنګلهدېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد تېر کال په اګست کې د سخت عامه فشار وروسته له استعفا ورکولو وروسته له هېواده هند ته تښتېدلې وه. د بنګلهدېش موقتي حکومت له هند څخه د شیخ حسینه واجد د سپارلو غوښتنه هم کړې ده.