خبرونهنړۍ

قطر ټرمپ ته د ۴ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت الوتکه ډالۍ کوي

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

راپورونه وایي، د قطر شاهي کورنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ۴ سوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه بوینګ ۸-۷۴۷ ډوله الوتکه ډالۍ کوي.

دغه الوتکه به د امریکا د ولسمشر لپاره د پوځي او ګڼ نورو برخو کې سهولتونه ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د قطر لخوا به د الوتکې یاده ډالۍ ومني.

ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ روانه اونۍ سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.