خبرونهنړۍ

پوتین تهران ته سفر کوي 

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ایراني چارواکی وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تهران ته سفر کوي.

د دغه هېواد رسنیو د ایران د دولت ویاندې فاطمې مهاجراني په حواله خبر ورکړی، چې تهران د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر لپاره چمتوالی نیسي.

په ورته وخت کې تر دا مهاله کرملین د روسیې د ولسمشر د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي. 

د ایران د ولسمشر ویاندې هم د دغه سفر د دقیق وخت او د سفر موخې په اړه څه ندي ویلي.