
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د پاکستان ځآنګړی استازي محمد صادق خان وایي، د تورخم په لویه لاره یې د افغان او پاکستاني چارواکو په غونډه کې ګډون وکړ.
هغه پخپل ایکس پاڼه کې لیکلي: په تورخم ښارګوټې کې دا غونډه په دوستانه فضا، همکارۍ او متقابل احترام کې ترسره شوې ده.
صادق خان دوه ورځې وړاندې په پلازمینه کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه غونډه کې هم ګډون وکړ.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې په دغه غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له طالبانو اطمینان تر لاسه شوی، چې له هند سره به خپلې اړیکې یواځې تر دیپلوماتیکې کچې را ټیټې کړي.
ځینو سرچینو ویلي، چې په دغه غونډه کې پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د هند سره د شخړې پر مهال ورسره مرسته وکړي، ترڅو د پاکستان طالبانو تحریک په دغه هېواد کې خپل بریدونه ودروي.