
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت د روسیې او اسلامي نړۍ تر عنوان لاندې په شپاړسمه پړاو غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ.
دغه غونډه چې د روسې په ګازان کې به ترسره شي، ښاغلي شهامت به په دې غونډه کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د همکاريو د پیاوړتیا په اړه وینا وکړي.
د کازان نړیواله غونډه د ثور له ۲۳ څخه تر ۲۸ پورې د کازان په ښار کې ترسره کېږي.
روسیه یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې طالبانو سره نږدې اړیکه لري، خو په رسمیت یې ندي پېژندلي.