
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په میانمار هېواد کې د هوایي برید په ترڅ کې د ښوونځي ۱۷ زده کوونکي وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
دغه برید د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمه کې د واکمن جنتا ګوند له لورې پر یوه ښوونځي ترسره شوی دی.
را پورونه وایي، د یاد برید له امله د وژل شویو او ټپي زده کوونکو ترڅنګ یو شمېر نور لادرکه شوي هم دي.
په یاد هېواد کې تر دې وړاندې هم د دولت د مخالفو کسانو تر واک لاندې سیمو باندې د بریدونو له امله ګڼ شمېر عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.