افغانستانخبرونه

بلخ کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.

دغه ګډه خونه د افغان سوداګرو سربېره اوزبېک سوداګرو ته هم د سوداګرۍ ودې او پراختیا او د دواړو هېوادونو د تولیداتو پېژندنې لپاره مناسب فرصت برابروي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، د دغې خونې د پرانیستې سره هم‌مهاله له ازبېکستان څخه د سوداګرو سل‌کسیزه ډله بلخ دغه ولایت ته راغلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه سوداګر افغانستان کې د سوداګرۍ برخې فرصتونو د موندلو په موخه راغلي څو د اوزبېکستان او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د ستونزو د حل لپاره هم مناسبې لارې چارې وګوري.

دغه راز، د اوزبېکستان د صادروونکو سوداګرو رییس یارقین ملک‌اوف وویل، د دغې خونې له پرانیستې سره سم یو شمېر اوزبېک سوداګرو په دغه ګډه خونه کې د اوزبېکستاني تولیداتو د پېژندنې په موخه یو دایمي نندارتون هم جوړ کړی دی.

د یادونې چې له دې مخکې هم هرات ولایت کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوې وه.