راپورونه

د حقاني شبکې له هڅو سره سره د طالبانو نظامي محکمې پر جنرال مبین د یوه نیم کال بند پرېکړې کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

باوري سرچېنې وایي چې د حقاني شبکې له هڅو سره سره د طالبانو نظامي محکمې پر جنرال مبین د یوه نیم کال بند پرېکړې کړې خو دغه شبکه یې لا هم د خلاصون په لته کې ده.

مبین، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له مهال راهیسې د دې ډلې له نږدې کسانو ګڼل کېده، هله ډېر شهرت وموند، چې د رسنیو، ټویټر سپېسونو او عامو بحثونو له لارې یې د طالبانو منتقدانو ته ځوابونه ورکول. هغه ډېر وخت د طالبانو دفاع په طنزي څرګندونو کوله.

خو د ځینو لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې د مبین سختو څرګندونو، ورو ورو د هغه او د ډلې د نفوذ لرونکو غړو ترمنځ درز پیدا کړ.

یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې جنرال مبین شاوخوا یو میاشت مخکې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د حقاني شبکې د هغه د خلاصون هڅه وکړه خو بریالي نه شول او یوازې دومره یې وکړل چې هغه په استخباراتو ریاست کې د کندهاریانو له له اړوندو کسانو څخه د حقانیانو شبکې کسانو ته تسلیم کړي.

سرچینه زیاتوي چې حقانیانو له هڅو سره سره د تېرې اونۍ پنجشنبې ورځې د نظامي لومړۍ محکمې پر جنرال مبین د یوه نیم کال بند پرېکړه وکړه خو لا یې هم دوېیمه او درېیمه محکمه پاتې ده.

د حقانیانو شبکه هڅه کوي چې په دورېمه او درېیمه محکمه کې جنرال مبین خوشې او یا هم دغه بند را کم کړي.

د طالبانو د ډولو ترمنځ اختلافات نوې خبره ده او ورځ په ورځ دغه اختلافات لا پسې پراخیږي.