
کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د افغان فلم ریاست تشکیلات لغوه او د دغه ریاست پر فعالیت یې بندیز ولګاوه.
افغان فلم یو دولتي فرهنګي بنسټ دی چې د افغانستان د فلم تولید، ساتنې، ترویج، او د سینمايي هنر د پراختیا لپاره جوړ شوی و. کله چې طالبان په ۱۹۹۶م کې واک ته ورسیدل، د سینما، موسیقۍ، او هنري تولیداتو ټول ډولونه حرام وبلل، د طالبانو د واکمنۍ تر پای وروسته، افغان فلم بېرته فعال شو.
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو را وروسته دغه ریاست تر اوسه فعالیت درلود او د طالبانو اړوند په ځینو مستندونو یې کار کوه.
خو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې د دغه ریاست تشکیل د طالبانو د مشر د حکم پر اساس لغوه شوی او سر له نن څځه یې فعالیت هم بند شو.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له مخې، پر رسنیو کې د ساه لروونکو انځورونه اخیستل هم منع هم دي. او پر رسنیو هم ګڼ شمېر محدودیتونه وضع شوي دی.
افغان فلم ریاست د افغانستان د سینمايي هنر زړه بلل کېږي. که څه هم دا اداره د طالبانو د دواړو دورو پر مهال یا خو بند شوې یا سخت محدود شوې، خو لا هم د افغان هنرمندانو، تاریخپالو، او فرهنګیانو لپاره د هیلې یوه نښه پاتې ده.