خبرونهنړۍ

حزب الله په سوریې د اسرائیلو بریدونه وغندل

کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په یوه وینا کې د اسرائیلو له خوا پر سوریې تېری غندلی او د یو موټي او یووالي لرونکي سوریې غوښتنه یې کړې.

هغه ویلي چې د اسرائیلو موخه د استعمار پراخول او د منځني ختیځ بدلون دی.
د حزب‌الله عمومي منشي ټینګار کړی چې مقاومت ډېرې قربانۍ ورکړې او د اسرائیلو د موخو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې.

د هغه په وینا، مقاومت تېرو کلونو کې د اسرائیلو رژیم پر وړاندې مخنیوی کوونکی عامل و او د لبنان د خاورې د اشغال لپاره یې د دې رژیم د طرحو مخه نیولې.
شیخ نعیم قاسم ویلي چې د مقاومت لاره به په پوره قوت سره دوام وکړي او د مقاومت انزوا یوازې یو خیال دی.
هغه ټینګار کړی چې هیڅ ځواک نشي کولی حزب‌الله د معادلو څخه بهر کړي.