
کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې یو شمېر کورني پانګوال غواړي د بامیانو ولایت د حاجيګک د اوسپنې په کان کې شپږ سوه پنځوس میلیون ډالره پانګونه وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، پانګوال چمتو دي چې دا پیسې په درېیو مرحلو کې د حاجيګک د اوسپنې کان د یوې برخې د اکتشاف او استخراج لپاره په ګډه پانګونه وکړي.
د طالبانو ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د اعلامیې له مخې، پانګوال به د یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په ګډه د حاجيګک کان استخراج پیل او د نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره به په هیواد کې د موادو د پروسس لپاره یوه فابریکه جوړه کړي.
دا فابریکه به وکولی شي هره ورځ نهه زره ټنه اوسپنه پروسس او په شمش بدله کړي او د شپږ زرو کسانو لپاره به مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي.
د حاجيګک د اوسپنې کان د افغانستان تر ټولو لوی د اوسپنې کان دی چې د بامیان ولایت په مرکز کې موقعیت لري.
پخواني حکومت اعلان کړی و چې د دې کان په استخراج سره به هر کال درې سوه میلیون ډالره د دولت خزانې ته داخل شي.