
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د چین سره د وروستي سوداګریز تړون په اړه کولای شي د چین ولسمشر سره مستقیم خبرې وکړي.
ټرمپ په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي: د چین سره د وروستي سوداګریز تړون په اړه کولای شي د چین ولسمشر سره مستقیم خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه چې نه شي ویلای چې دا به خامخا وشي، خو له بریتانیا سره یې همداسې کړي.
د یادونې وړده، چې امریکا او چین د ۹۰ ورځو لپاره په تعرفو کې د ۱۱۵ فیصده کمي پرېکړه کړې.
په جنیوا کې چینايي چارواکو د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ سره ولیدل او په تعرفو کې د کموالي پرېکړې وکړې، چې د امریکا د خزانې وزیر له خوا اعلان شوه.
د خزانې وزیر وویل، امریکا او چین د دوهاړخیزو تجارتي تعرفو په ۱۱۵ فیصده کمي موافقه کړې او دواړو هیوادونو پرېکړه کړې چې دا اقدامات به د ۹۰ ورځو لپاره دوام وکړي.