افغانستانخبرونه

د ټولیز سازمان غړو هیوادونو له افغانستان سره د سولې او ټیکاو برخه کې د همکاریو ژمنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د سولې او ټيکاو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.

د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې یاد سازمان چمتو دی د ملګرو ملتونو په همغږۍ د افغانستان د پرمختګ د تضمین لپاره په نړۍوالو هڅو کې برخه واخلي.

د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ولس سره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي.