افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر: د بهرنیو فشارونو له امله به د شریعت له احکامو پرشا نه شو

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر وایي، د نړۍ هیڅ ډول فشار به یې د شریعت له احکامو پر شا نکړي.

ملا هیبت الله اخوندزاده چې د کندهار ولایت د حجا د ښوونکو په یوه سمینار کې وینا کوله، د قصاص حکم د شر یعت یوه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا حکم د بشري حقونو سره هیڅ ټکر نه لري.

هغه زیاته کړه، د الهي احکامو پلي کول د «اسلامي امارت» یو له مهمو موخو څخه دي.

د طالبانو مشر د لوېدیځو ارزښتونو پر تحمیلولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په هیڅ شرایطو کې به د بهرنیو فشارونو په وړاندې تسلیم نه شو.