خبرونهنړۍ

مکسیکو کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال ډزو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د میکسیکو د خلیجي ایالت ویراکروز کې د حاکم مورینا ګوند لخوا د ښاروالۍ نوماندې ییسینیا لارا ګوتیریز د ټاکنیزې کمپاین پر مهال وسله‌ والو برید شوی، چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دا په روان ټاکنیز کمپاین کې په ویراکروز کې د بلدیاتي کاندید د وژنې دویمه پېښه ده.
له دې مخکې د اپریل په ۲۹مه، د کمپاین په لومړۍ ورځ د مورینا ګوند یو بل کاندید جرمن انوئر والنسیا د ایالت په شمالي سیمه کوکسکوہوئي کې په خپل دفتر کې ووژل شو.
د ایالت والي روسیو ناهلې دا پېښه د نه منلو وړ بللې او ویلي یې دي چې هیڅ عامه دنده د انساني ژوند څخه ارزښتمنه نه ده، موږ به مقتول ته خامخا انصاف ورسوو.
والي اعلان کړی چې په ایالت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره به د دولت ټول ځواک وکارول شي.
په ویراکروز کې به په ټولیزه توګه په ۲۱۲ بلدیاتي حلقو کې ټاکنې ترسره کیږي، چې تر اوسه ۵۷ کاندیدانو د ایالتي او فدرالي حکومت څخه د امنیت د برابرولو غوښتنه کړې ده.