خبرونهنړۍ

احمد الشرع د امریکا له ولسمشر سره لیدلي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

الجزیرې تلویزیون خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې ولسمشر احمدالشارع سره د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې ولیدل.

تر دې وړاندې احمد الشارع وړاندیز کړی و، چې ټرمپ دې ورسره ۴۵ دقیقې لیدنه وکړي.

دا غونډه د سوریې په وړاندې د بندیزونو د کمولو په اړه د هغه د پریکړې له اعلان وروسته ترسره کیږي.