
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هېواد په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وروستۍ څرګندونې تفرقه اچوونکې او ګمراه کوونکې بللې او غندلي یې دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي : “د حقیقت دغه ډول تحریف په غزه کې د نسل وژنې او لبنان، سوریې او یمن کې د صهیونیستي رژیم د نورو جنایتونو د پټولو لپاره کېږي.”
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د امریکا ولسمشر سېشنبه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ایران په فلسطین، لبنان، سوریه او یمن کې د رامنځته شویو ویجاړیو مسول بلل و.