افغانستانخبرونه

د هند او پاکستان شخړه او هند ته د هیبت الله د نږدې شخص سفر

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال چې د هند او پاکستان ترمنځ حالات ترینګلي دي، د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده ته نږدې شخص ابراهیم صدر هندوستان ته سفر کړی.

د هندوستان سندي ګارډین رسنۍ خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او ملا هیبت الله ته نږدې شخص ابراهیم صدر هند ته په پټ سفر تللی.

د طالبانو د چارواکو په منځ کې باوري سرچینو ویلي چې ابراهیم صدر د روان کال د ثور په ۱۳مه، د پهلګام تر برید وروسته نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د هبت‌الله استازی د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په پام کې نیولو سره نوي ډیلي ته تللی دی، خو تر اوسه یې د سفر واضحه موخه نده روښانه شوې.

هندي رسمي سرچینو او د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې سفر پخلی نه دی کړی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د هبت‌الله دا باوري استازی په هند کې له چا سره لیدلي دي.

ابراهیم صدر، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، د پاکستان د سختو مخالفینو په توګه پېژندل کېږي او د ایران اسلامي جمهوریت سره نږدې اړیکې لري.

هندي رسنۍ زیاته کړې، که ابراهیم صدر د هندي چارواکو سره د خبرو لپاره په نوي ډیلي کې حضور ولري، دا ښيي چې هند په افغانستان کې د نوي قدرت له جوړښت سره د تعامل په لارو چارو باندې له سره غور کوي.