
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
ټاکل شوې، څو شېبې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د روسیې او کییف ترمنځ مستقیم مذاکرات پیل شي.
په دغو مذاکراتو کې د روسي پلاوي مشري د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار کوي.
له دې وړاندې اټکل کېده، چې ولادیمیر پوتین به هم په دغو مذاکراتو کې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم اعلان کړی و، که پوتین په یادو مذاکراتو کې ونډه واخلي چمتو دی، چې استانبول ته ولاړ شي.