خبرونهنړۍ

د پاکستان او هند ډیپلوماتان خپلو هېوادونو ته ستانه شول

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، د احسان الله په نوم هغه پاکستانی ډیپلومات چې د هندوستان لخوا نا مناسب شخص اعلان شوی، پرون پاکستان ته ستون شوی دی.

سرچینې وايي، دغه راز هندي ډیپلومات شنکر ریډي له خپلې کورنۍ سره یو ځای له پاکستان څخه هند ته ستون شوی دی.

دغه دواړه ډیپلوماتان د کوربه هېوادونو له لورې نا مناسب شخصیتونه اعلان شوي و او خپلو هېوادونو ته ورته د ستنیدو سپارښتنه شوې وه.

که څه هم د هندوستان او پاکستان ترمنځ اوربند شوی، خو دواړه هېوادونه اوس هم یو بل ته ګواښونه کوي.