افغانستانخبرونه

زلنسکي د سولې خبرو لپاره د ترکیې استانبول ښار ته ورسېد

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پنجشنبه (د غويي ۲۵مه) د سولې خبرو لپاره د ترکیې استانبول ښار ته ورسېد.

زلنسکي مخکې ویلي وو، چې یوازې هغه مهال به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، چې پوتین هم حاضر وي، خو پوتین په دې ناسته کې ګډون نه‌دی کړی او پر ځای یې یو سلاکار د روسیې استازولي کوي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، روسیې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړ، چې له هماغه مهاله تر ننه د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده. دا جګړه نه‌ یوازې په سیمه‌ ییز، بلکې په نړیوال سطحه سخت غبرګونونه راوپارول.

تر دې دمه، د جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي، ملیونونه کډوال شوي او ګڼ ښارونه ویجاړ شوي دي. له پیل راهیسې، اوکراین د نړیوالو ملاتړ ته دوام ورکړی، خو د سولې لپاره د مستقیمو خبرو بهیر تل له خنډونو سره مخ شوی دی.

ولسمشر زلنسکي تر دې مخکې په کراتو ویلي چې یوازې هغه وخت به د سولې خبرو ته کښېني، چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله حاضر وي. بل‌خوا، روسیه هم د خبرو لپاره بېلابېل شرطونه وړاندې کړي دي، چې تر ډېره د اوکراین له حاکمیت او خاورې سره تړاو لري.

ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی، له پیل راهیسې هڅه کړې چې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي. استانبول مخکې هم د خبرو کوربه پاتې شوی، خو نتیجه‌یې تر اوسه نهايي نه ده شوې.